د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاپیسا ولایت د علماوو، قومي مشرانو او اړوندو مسوولینو په منځګړیتوب، د الهسای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه مرګونې دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو د سولې او ورورولۍ ژمنه وکړه.
د معلوماتو له مخې، د دغې دښمنۍ په ترڅ کې د یوه لوري یو تن وژل شوی او دواړو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له څو ناستو وروسته دواړه لوري روغې جوړې ته چمتو شول او د دښمنۍ پر پای ته رسولو د هوکړې، ترڅنګ یې د منخګړو قدردانی وکړ.


