د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د دایکندي له والي مولوي تورجان احمدي سره کتلي او د یاد ولایت د خلکو د ستونزو، پراختیايي اړتیاوو او د اساسي اسانتیاوو د برابرولو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دایکندي والي د یاد ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې له وزیر سره شریکې کړي او ویلې یې دي، چې دایکندي له هغو ولایتونو څخه دی چې خلک یې له ګڼو اساسي اسانتیاوو بېبرخې دي.
ملا عبداللطیف منصور ویلي، افغان حکومت ټولو ولایتونو، په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او وزارت به د خپلو شته امکاناتو له مخې د دایکندي د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي د دایکندي والي ته ډاډ ورکړی، چې د دغه ولایت د ستونزو د حل او د پراختیايي چارو د پیاوړتیا لپاره به لازمې هڅې ترسره شي.


