نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د جګړې دوام د سیمې په کچه د امریکا د سمندري ځواکونو د اکمالاتو او لوژستیکي ملاتړ لړۍ له سخت فشار سره مخ کړې او په بحرین کې د امریکا یوه مهمه لوژستیکي اډه هم له پښو غورځول شوې ده.
راپور وايي، په سیمه کې امریکايي سمندري ځواکونه هره اوونۍ شاوخوا ۴۲۰ زره خوراکي برخو او ۸ میلیونه ګیلنه تېلو ته اړتیا لري او د نږدې بندرونو او اډو د محدود لاسرسي له امله اوس جنګي بېړۍ اړې دي، چې نږدې هر پنځه یا شپږ ورځې وروسته په سمندر کې بیا اکمال شي.
د نیویارک ټایمز په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، د امریکا د سمندري ځواکونو لپاره به د اکمالاتو بهیر لا پېچلی شي، ځکه د ملاتړ بېړۍ اوس د عمان خلیج او عربي سمندر ته د رسېدو لپاره شاوخوا ۲۲۰۰ میله واټن وهي.


