رویټرز راپور ورکړی، چې امریکا او چین د فضايي جګړې لپاره خپلې وړتیاوې پراخوي او د سپوږمکیو د تعقیب او احتمالي له منځه وړلو لپاره پر نویو ټکنالوژیو کار کوي.
راپور وايي، په جون میاشت کې یوې پټې چینايي بېپیلوټه فضايي الوتکې په سلګونو میله لوړوالي کې یوه کوچنۍ سپوږمکۍ خوشې کړې.
د امریکايي فضايي څارنې شرکت «لیو لابس» په وینا، دغه څیز وروسته د یوې بلې چینايي سپوږمکۍ شاوخوا حرکت وکړ او بیا د خپلې اصلي فضايي الوتکې پر لور راوګرځېد.
د رویټرز په وینا، دا ډول ازمېښتونه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د فضايي پوځي سیالۍ د زیاتېدو نښه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د سپوږمکیو د څارنې او په مدار کې د نورو فضايي وسایلو د تعقیب وړتیاوې پراخوي.


