د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن ښايي ډېر ژر په ایران کې «کوه کلنګ» په نښه کړي.
د معلوماتو له مخې دغه غر د نطنز د یورانیمو غنيکولو تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او دوه ژور تونلي کمپلکسونه په کې جوړ شوي دي.
ټرمپ له ایران سره روانه نښته د امریکا لپاره «نسبتاً کوچنۍ موضوع» بللې او ویلي یې دي چې دی یې پوځي نښته بولي.
نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې له ایران سره په نښته کې د امریکا ۱۸ سرتیري وژل شوي دي.


