نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د ایران د جګړې په اړه رسنیو ته د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو د ګډو ځواکونو د لوی درستیز شاوخوا ۵۰ غړي څېړي.
سرچينې ويلي، په افشا شویو معلوماتو کې د مهمو پوځي مهماتو او وسلو د زېرمو د کمېدو په اړه معلومات هم شامل دي.
له ځینو پوځي چارواکو څخه د معلوماتو د افشا کېدو د معلومولو لپاره د دروغ معلومولو ازموینې هم اخیستل شوې دي.


