د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې سمندري ځواکونو یې په هرمز تنګي کې درې تېل لېږدونکې بېړۍ او په نورو سیمو کې یې له امریکا سره تړلې درې سمندري بېړۍ په نښه کړې دي.
د سپاه په وینا، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي د تړلو په هڅه کې په درېیو ایراني تېلو لېږدونکو بېړیو برید کړی او زیان یې ورته اړولی، سپاه ادعا کوي چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې له امریکا سره تړلې درې بېړۍ هدف ګرځولې دي.
سپاه پاسداران په خلیج فارس او د هرمز تنګي ته نږدې بېړیو ته خبرداری ورکړی، چې له مشکوکو اقداماتو او د دوی په وینا، له غیرمجازو سمندري لارو له تېرېدو ډډه وکړي، کنه د په نښه کېدو له ګواښ سره به مخ شي.


