د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، د شنبې په ورځ د تورخم، سپینبولدک، پل ابریشم او اسلامکلا له لارې ۲۰۱ کورنۍ، چې ۱۰۰۲ غړي لري، افغانستان ته راستانه او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۱۲۱ کورنۍ، چې ۶۹۲ غړي لري، د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۱۳۲ کورنیو ته ۱.۰۸ میلیونه افغانۍ مالي مرسته ورکړل شوې ده.
راپور زیاتوي، راستنو شویو کډوالو ته د خوړو، روغتیا او مخابراتو په برخو کې هم خدمات وړاندې شوي، چې له ډلې یې ۱۱۴ سیمکارتونه وېشل شوي او د ۳۶۱ کسانو درملنه شوې ده.
همدارنګه د ثبتنام، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله استوګنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.


