د افغانستان د بهرنیو چارو وزات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغانستان دفتر له مشر عرفات جمال سره لیدلي او افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو او د هغوی د ملاتړ په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدو، د راستنېدونکو د وضعیت د ښه والي او د افغانستان او UNHCR ترمنځ د همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو همدارنګه د کډوالو د راستنېدو په برخه کې د اړوندو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د هڅو د لا ښه همغږي کولو پر اړتیا خبرې کړې دي.


