د هندوستان لومړي وزیر مودي د نوي ډیلي د پوهنتون په «شري رام »سوداګرۍ پوهنځي کې ويلي، نن سبا هغه کسان چې ترهګرۍ پراخوي د شاتګ په دریځ کې دي.
مودي ويلي، که چیرې پاکستان په هر ډول ناسمې ماجرا جویۍ لاس پور کړ د هندوستان وسله وال ځواکونه به د پاکستان خاورې ته ورننوځي او حمله به وکړي.
د هندوستان لومړي وزیر مودي زیاته کړې، چې سوله له جمو او کشمیر څخه د هیواد شمال ختیځ ته پراخه شوې ده او د مائویسټي ترهګرۍ ملا ماته شوې ده او دنیا چې یو وخت د هندوستان د سیاسي فلج کیدا اندیښنه لرله نن سبا د هندوستان د سیاسي خوځندوالي په هکله خبرې کوي.


