د لوړو زدهکړو وزارت وايي، په یو شمېر امارتي پوهنتونونو کې یې د هېواد د اړتیاوو او د لوړو زدهکړو د پراختیا په موخه نوي لیسانس پروګرامونه رامنځته کړي.
د معلوماتو له مخې په پولي تخنیک پوهنتون کې د هوا فضا او پرمختللو سیستمونو انجینري، د بېپیلوټه الوتکو او بېسرنشینه سیستمونو انجینري، د هوا فضا انجینري او د رادار او اویونیک انجینري پروګرامونه شامل دي.
دغه راز په همدې پوهنتون کې د نساجۍ انجینري، د نساجۍ موادو انجینري او د نساجۍ رنګونو او کیمیاوي موادو انجینري پروګرامونه هم رامنځته شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې پر دې سربېره په کابل، کندز، کندهار او پولي تخنیک پوهنتونونو کې د بېلابېلو مسلکي او ادبي برخو لپاره نوي تحصیلي پروګرامونه هم ایجاد شوي دي.


