د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۵.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې د سرپشتي سیمې ۳۶۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو لاسرسی برابر کړی دی.
په دې پروژه کې د ۵۰ مترمکعبه اوبو ذخیرې، ۸۰ متره ژورې څاه، ۳.۳ کیلومتره پایپغځونې، ۲۲ سولري تختو او ۱۳۰ شیردهنونو جوړول او نصب شامل دي. د پروژې د پلي کېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.


