هندوکشغږ ته معتبرو سرچینو منلې، چې د تش په نوم مقاومت ډلې د یو قوماندان او احمد مسعود نږدې جنګیالي حسیب قوای مرکز له وژل کېدو وړاندې، له ځینو نورو مخالفو څېرو، لکه خالد امیري، حفیظ منصور او حامد سیفي سره په ګډه د یوې نوې ډلې د رامنځ ته کولو او له مقاومت ډلې د لارې جلا کولو هوډ درلود. د دې نوې ډلې جوړول د احمد مسعود د کورنۍ او سمتي جبهې وېشلو د پړاوونو دوام و، داسې پړاو چې د نورو پړاوونو په څېر ډېر پټ نه شوای پاتې کېدلی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، احمد مسعود، پاکستان کې مېشت د نوموړي ماما او د یادې ډلې نور هغه غړي، چې د سمتي اړیکو او خپلوۍ په اساس یې یاده ډله کې ځای نیولی، له سختې وارخطايي سره مخ وو. خو د مقاومت ډلې دننه درزونه تر دې لا ډېر او پراخ دي. د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، له تېرو څو میاشتو راهیسې د مقاومت جبهې د ننه داخلي بې باورۍ او انشعاب زور اخیستی او د خپلوۍ په اساس د امتیاز اخیستلو له امله، له مقاومت جبهې څخه د منځنۍ کچې ګڼ شمېر افراد جلا شوي دي.
له مقاومت جبهې څخه په تېرو څو میاشتو کې د منځنۍ کچې د ګڼ شمېر افرادو په جلا کېدو، له هېواد بهر د یادې ډلې فعالیتونه تقریباً فلج شوي او یاده ډله د ګړنګ پر غاړه ده. د ډلې د ډېری غړو میاشتني معاشات بند شوي او یو شمېر مخکني غړي اخراج شوي دي، ډېری یې بیا مجبوره شوي، چې بې برخلیکه له ډلې لار جلا کړي او درنو کارونو ته مخه کړي.
په جبهه کې شته فساد، سمت، قوم او خپلوۍ پالنې دا اختلافات لا شدید کړي دي؛ د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تش په نوم مقاومت ډلې د اطلاعاتو(استخباراتو) مسوول، په پاکستان کې د جوړ شوي کمپ عمومي مسوول، د پاکستان له استقامته د جګړې کولو مسوول او د هغه مرستیال(چې نومونه یې هم هندوکشغږ ته رسېدلي)، د سمتي اړیکې له مخې، په تازه ټاکنو کې استخدام او مخکني مسوولین لرې شوي دي.
هندوکشغږ ته په یادو رسېدلو معلوماتو کې د شاوخوا شل تنو هغو افرادو نوملړ هم شتون لري، چې په یاده ډله کې د ژورو اختلافاتو او درزونو د شتون له امله ورڅخه جلا شوي دي؛ په دې نوملړ کې د مشهد دفتر امنیتي مسوول، د جبهې د تبلیغاتو مسوول، د امنیتي، نظامي، سیاسي، رسنیو، اطلاعاتي او اداري کمېټو ځینې مسوولین او غړي شامل دي، چې له ډلې جلا او شخصي ژوند ته یې مخه کړې ده.
دې ناانډولۍ د ډلې دننه، د پاتې افرادو ترمنځ هم بحثونه پارولي دي، ځکه له یادې جبهې په جلا شویو غړو کې داسې افراد هم وو، چې له څه مودې راهیسې یې د یادې ډلې لپاره په بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه، مګر د ناانډولۍ قربانیان شول او اوس په بهرنیو هېوادونو کې په درنو کارونو بوخت دي.
په مقاومت جبهه کې اختلافات له دې امله هم دي، چې میاشتني ډالري امتیازات او عایدات د احمد مسعود، ریګستاني او څو تنو نورو د نږدې اقاربو په جېبونو کې لوېږي. د قومي او کورنیو اړیکو پر بنیاد، د احمد مسعود نږدې کسانو ته د جبهې له شته بودیجې څخه تخصیصات ورکول کېږي او حتی ځانګړو پوهنتونونو ته لېږل کېږي. په جبهه کې دې چارې د یادې ډلې غړي اړ ایستلي، چې لا جلا کړي او نور د دوی په ناسمو شعارونو قرباني نه شي.


