Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه
    سیاسي لیکني

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    عمران آغاعمران آغا8 سپتمبر 2026څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغې وروسته چې افغانستان خپله سیاسي خپلواکي یو ځل بیا د نړۍ له سیاسي لوبغاړو او د هغوی له کورنیو لابي‌ ګرانو څخه ترلاسه کړه او له بهرنیو قدرتونو سره تړلو څېرو له خپلو بادارانو سره یوځای بهرنیو هېوادونو ته پناه یووړه، د دې څېرو ځینو یې د پوځي مبارزې تر څنګ، د دوی په اصطلاح مدني مبارزې، غونډو او د خبرو اترو ناستو ته هم مخه کړې ده.

    له دې ناستو څخه یوه هم د «ویانا» په نوم غونډه وه چې هر کال به جوړېده؛ خو سږ کال د تېرو کلونو خلاف، تر اوسه نه ده جوړه شوې. د ډېرو څارونکو او شنونکو په وینا، د دې ناستې د ځنډېدو لامل د غونډې بې‌ اغېزمنتیا او د دغو جریانونو د مبارزې په بهیر کې د ملموسې پایلې نشتوالی بلل شوی دی؛ هغه ناستې چې کلونه کلونه جوړې شوې، خو لاسته راوړنې یې تر ډېره په څو ویناوو، اعلامیو او تر یادګاري عکسونو پورې محدودې پاتې شوې.

    نږدې پنځه کاله کېږي چې د افغانستان د اسلامي نظام مخالفین په بهرنیو هېوادونو کې ناستې جوړوي او د دوی په آند، د اسلامي نظام پر وړاندې د مبارزې او د ډیموکراسۍ د ارمانونو د تحقق لپاره د مبارزې پر څرنګوالي بحث کوي او خپله تګلاره ټاکي؛ خو داسې ښکاري چې دې ناستو نه یوازې د مخالفینو پر وړاندې روښانه لار نه ده پرانیستې او نه یې د هغوی د مبارزې لپاره مشخصه لاره ترسیم کړې ده، بلکې د هغوی لاره یې تر پخوا لا د تیارې او ابهام په پرده کې نغښتې او د ځینو څېرو ترمنځ یې لا ژور درزونه رامنځته کړي دي.

    له همدې امله، هغه ناستې چې په تېرو وختونو کې به په ځانګړي شور او ولولو جوړېدې، سږ کال نور پخوانۍ انګېزه او شور نه لري. له هېواد څخه بهر د مخالفینو غونډې ورځ تر بلې کم‌ رنګه کېږي او آن د دوی په منځ کې هم د دغو ناستو د پایلو او لاسته راوړنو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

    د دې روښانه بېلګه د «ملي مرکې» په نوم د ناستو لړۍ ده، چې په دې وروستیو کې یې شپاړلسمه ناسته په متحده ایالاتو کې جوړه شوه؛ خو د پام وړ خبره دا ده چې نیوکه یوازې د دې جریانونو له بهر څخه نه کېږي، بلکې د کډوالو او ګډونوالو له منځه هم یو شمېر کسانو د دغو ناستو پر بې‌ پایلې پاتې کېدو نیوکه کړې ده. دا یعني هغه کسان چې کلونه یې په داسې غونډو کې ګډون کړی، اوس دوی په خپله پوښتنه کوي چې د دومره ناستو او خبرو اترو پایله څه وه؟

    نو اساسي پوښتنه دا ده: ولې له هېواد څخه بهر جوړېدونکې ناستې یوه پر بله پسې کم‌ رنګې، بې‌ اغېزې او بې‌ باوره کېږي؟

    د دې پوښتنې ځواب باید تر «ویانا» او «ملي مرکې» ور هاخوا ولټول شي. ستونزه یوازې د یوې ناستې نه ده؛ ستونزه د یوه ناکام سیاسي نسل ده، هغه نسل چې کلونه یې د حکومتولۍ فرصت درلود، خو په پای کې یې ماتې وخوړه او د افغانستان څخه له وتلو وروسته یې هم پر خپل تېر وخت په بیاکتنې سربېره، هماغه ناکامې نسخې له ځان سره بهر ته یووړې.

    څېرې او ځایونه بدل شوي، خو فکرونه هماغه، شعارونه هماغه او نسخې هماغه زړې نسخې دي. ناستې په بهرنیو هوټلونو کې جوړېږي، خو داسې چې دوی په افغانستان کې هېڅ د پښې ځای او ناستې یې د افغانستان له واقعیتونو سره همغږي نه لري.

    بل لوري ته، کورني اختلافات، د رهبرۍ پر سر سیالي او د سیاسي ونډې غوښتنې هم دغه جریانونه له دننه وراسته کړي دي. هره ډله ځان د افغانستان اصلي استازې ګڼي؛ خو په عمل کې ائتلافونه یو په بل پسې له منځه ځي او ناستې هم پرته له کومې مشخصې پایلې پای ته رسېږي.

    خو په مقابل کې، د افغانستان حکومت د هېواد د ننه، د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز واقعیتونه له نږدې او په مستقیمه توګه څاري او د خپلو خلکو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره هڅې کوي. دا د هغه چا چې له هېوا څخه بهر د افغانستان په اړه خبرې کوي او د هغه چا ترمنځ چې په افغانستان کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي؛ ډېر لوی توپیر دی.

    له همدې امله، د ویانا او ملي مرکې په څېر د ناستو کم رنګه کېدل کومه تصادفي پېښه نه ده؛ بلکې دا د سیاسي ستړیا، د رهبرۍ د ناورین، د عملي طرحې د نشتوالي او له هېواد څخه بهر د ځینو مخالفینو ترمنځ د زړو افکارو نښه ده.

    که هغوی رښتیا هم د افغانستان د راتلونکې په غم کې وي، باید د بلې ناستې تر جوړولو وړاندې یوه تر دې مهمه ناسته جوړه کړي؛ له خپل ځان سره ناسته وکړي او له ځانه وپوښتي: ولې له نږدې پنځو کلونو ناستو او سیاسي هڅو وروسته لا هم نه دي توانېدلي چې د افغانستان دننه، لږ تر لږه د خلکو ترمنځ کوم ځایګی ترلاسه کړي؟

    ستونزه د تالار، هېواد او د ناستې د نوم په بدلولو نه حل کېږي؛ کله چې موخه او فکر د سیاسي سوداګریو او د ځانګړو کړیو د ځان‌ غوښتنې له مخې جوړېږي او شخصي موخې او ګټې د تشو شعارونو او د احساساتو د پارولو تر شا پټې وي، نو نوې ناسته هم نوې پایله نه شي رامنځته کولی.

    نن افغانستان هغه پراو ته داخل شوی، چې د تېر وخت سیاسي نسخې نور په اسانۍ نه شي پلورل کېدای. خلک تر شعارونو ډېر د هېواد کورنیو واقعیتونو، د افرادو موخو او د هغوی تېرې مخینې ته ګوري.

    له همدې امله، هر هغه سیاسي جریان چې غواړي د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري، باید تر هر څه وړاندې له خپل تېر وخت څخه زده کړه وکړي، خپل افکار دې بیا ورغوي، خپلې موخې او برنامې دې د افغانستان له واقعیتونو سره سمې عیارې کړي؛ ځکه تېرو تجربو ثابته کړې ده، هره هغه برنامه چې د افغانستان د مسلمان ولس له کلتور او ارزښتونو سره سمون ونه لري، که څه هم په بهرنیو هېوادونو کې او د بهرنیو قدرتونو په مرسته جوړه شوې وي، له ماتې او رسوایۍ پرته بله پایله نه لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله سهیل شاهین او الیکساندر مونافي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 8 سپتمبر 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي: د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي اقداماتو ملاتړ د کاناډا تېروتنه ده

    د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل…

    د جاپان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۸۰ میلیارده ډالره کمه شوې

    8 سپتمبر 2026

    سهیل شاهین او الیکساندر مونافي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

    8 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي: د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي اقداماتو ملاتړ د کاناډا تېروتنه ده

    8 سپتمبر 2026

    د جاپان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۸۰ میلیارده ډالره کمه شوې

    8 سپتمبر 2026

    سهیل شاهین او الیکساندر مونافي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

    8 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.