په دوحه کې د افغان حکومت سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه د خبرو لپاره د یاد سفارت سفیر محمد سهیل شاهین او د جنیوا کال مؤسسې د بشري ډیپلوماسۍ مشر الیکساندر مونافي ترمنځ لیدنه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو، بشري مرستو، اقتصادي وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه خبرې او د اړوندو موضوعاتو په تړاو نظرونه تبادله شوي.
د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو د درک لپاره د عیني واقعیتونو د لیدنې او ارزونې پر اهمیت هم ټینګار شوی.


