د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري په ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
په دغو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونه، سربندونه، کاریزونه او استنادي دېوالونه شامل دي، چې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې به ورسره هوارې شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پروژو د جوړېدو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.


