د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي اقداماتو په ملاتړ کې د کاناډا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ګډې اعلامیې ته غبرګون ښودلی دی.
بقايي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې کاناډا له یوې خوا ځان د سولې، امنیت، د بېړۍچلونې د آزادۍ او نړیوال قانون ملاتړی بولي، خو له بلې خوا د امریکا له پوځي اقداماتو او هغه څه چې نوموړي د سیمې پر وړاندې د امریکا غیرقانوني او مداخلهکوونکي اقدامات بللي، ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، که د کاناډا اصلي اندېښنه د بېړۍچلونې آزادي وي، باید د جګړې د درولو او د کړکېچ د زیاتېدو د عواملو د له منځه وړلو غوښتنه وکړي، نه دا چې د امریکا له اقداماتو ملاتړ وکړي.
بقايي د کاناډا دا دریځ «ستراتېژیکه ګډوډي او د زور پر وړاندې تسلیمېدل» بللي او خبرداری یې ورکړی چې دغه تګلاره ښايي کاناډا هم د امریکا د فشارونو او باجغوښتنې پر وړاندې لا زیانمنه کړي.


