سرچینې وايي، د افغانستان د دفاع وزارت لوړپوړی پلاوی د سرمفتش تورن جنرال مفتي لطف الله حکيمي په مشرۍ د چین هیواد په شیانګشان ۱۳م نړیوال امنيتي فورم کې د ګډون په موخه بیجینګ ته روان شو.
ټاکل شوې، نوموړی به په دې نړیوال فورم کې د افغانستان رسمي استازیتوب او کانفرانس ته د وینا کولو ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاویو سره لیدنې وکړي.
شيانګشان نړيوال امنيتي فورم، په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د چين له لوري تاسیس شو، چې موخه یې د سيمې د امنيتي او دفاعي همکاريو او ديپلوماسۍ پياوړتيا ښودل شوې.


