تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د دغه هېواد خلک به د زور او جبر له لارې تسلیم نه شي او ایران به هېڅکله تسلیم نه شي.
پزشکیان په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې ویلي، که امریکایان ځانونه جنګیالي بولي، نو د ایران له زړورو پوځي ځواکونو سره دې مخامخ شي. نوموړي پوښتنه کړې، چې ولې د جګړې پر مهال ملکي زیربناوې، د خوړو سرچینې او د خلکو د ژوند وسایل په نښه کېږي.
د ایران ولسمشر همدارنګه ویلي، که د دوی په کړنو کې د انسانیت لږه نښه هم پاتې وي، نو ولې د خلکو پر مخ د اوبو، خوړو او درملو د لاسرسي لارې تړل کېږي. پزشکیان ټینګار کړی چې د ایران خلک به د زور او جبر پر وړاندې تسلیم نه شي.


