Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟
    سیاسي لیکني

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    عمران آغاعمران آغا13 سپتمبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د کمبریج ناستې پنځه پړاوونه د مخالفينو له خوا ترسره شوي، خو لا تر اوسه پورې ترې کوم روښانه سیاسي هوکړه، ګډه رهبري یا د عملي کېدو لارښود نه دی راوتلی. دغه ناستې تر ډېره حده اختلافات له یوې غونډې بلې ته انتقال کړي دي.

    په پنځمه ناسته کې، سیاسي څېرو، د مقاومت او ازادۍ جبهو استازو، مدني فعالانو او د اسلامي حکومت نورو مخالفينو د یو پراخ ائتلاف د جوړولو په موخه سره راټول شول؛ خو ناسته دا ځل هم د پخوانیو پړاوونو په څیر، د دې لارورکو لپاره له پایلې او روښانه لیدلوري پرته پای ته ورسېده.

    د اسلامي حکومت د مخالفانو د دغو پرله پسې ناکامیو لامل چې بې له کومې اغېزناکې پایلې دي، د ګډ هدف او تګلارې نشتوالی او په بهرنیو ځواکونو پورې تړاو دی.

    هغه کسان چې د ټولنې د واقعیتونو او د خلکو د باور پر بنسټ روښانه او څرګند هدف نه لري، له بلې خوا د بهرنیو ځواکونو د برنامو د عملي کولو وسیله وي او د پردې شا سیاسي خپلواکي ونه لري، هر څومره چې ناستې او غونډې وکړي، پایلې او تفاهم ته نه رسېږي؛ ځکه د هرې ډلې لیدلوری او تګلاره د بېلابېلو موخو پر بنسټ جوړه شوې او د بېلابېلو ځواکونو د سیاستونو تر اغېز لاندې ده.

    که څه هم د افغانستان د اسلامي حکومت په مخالفو جریانونو پورې تړلې رسنۍ هڅه کوي، چې په اروپايي پوهنتونونو او پلازمېنو کې د مخالفينو ناستو ته سیاسي وزن ورکړي، لویه یې وښيي او د افغانستان لپاره یې خطرناکه معرفي کړي؛ خو واقعیت دا دی چې سیاست په کنفرانسونو او ډله ییزو عکسونو نه جوړېږي؛ ځکه سیاسي وزن واقعیتونه، سیاسي خپلواکي او خلک ټاکي، نه د کنفرانس تالارونه، بهرني پایتختونه، په رسنیو کې شتون او د هېواد بهرنۍ فضاء. په کور دننه له ولسي ملاتړ پرته، هېڅ جریان نه شي کولای د کوم حکومت لپاره جدي خطر جوړ کړي.

    هغه جریانونه چې له سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو سره یې تړاو د لمر په څېر روښانه دی او د هغوی له لوري، د خپلو ګټو په اساس، ورته سیاسي تګلاره ټاکل کېږي، هر څومره چې خپل شعارونه د هېواد‌پالنې او ګډو ګټو په اوبو او رنګونو سمبال کړي، نه شي کولای په نړیواله کچه سیاسي مشروعیت رامنځته کړي او نه هم د خلکو په ذهنونو کې د باور وړ ځای پیدا کړي؛ بلکې یوازینی شی چې په لندن، کمبریج او ورته هېوادونو کې یې د ناستو له جوړولو څخه په برخه کېږي، د هغوی د وابستګۍ د نویو اړخونو څرګندېدل دي.

    هغه کسان چې د واک ترلاسه کولو لپاره یې سترګې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته نیولې دي، څنګه کولای شي ځانونه د افغانستان د خپلواکۍ مدافعین معرفي کړي؟ او څنګه کولای شي د خلکو د ګټو خبرې وکړي، په داسې حال کې چې لا هم د دوی د سیاسي فعالیتونو لوی برخه د افغانستان د دښمنانو د مېزونو تر شا ترسره کېږي او د هغوی له فکر خونو څخه ورته د افغانستان د بې ثباته کولو طرحې او برنامې وړاندې کېږي؟

    تر هغه وخته چې مخالفين د بهرنیو ځواکونو له استخباراتو سره له تړاو څخه لاس وانه اخلي، تر خپلو شخصي ګټو تېر نه شي او د افغانستان په وړاندې واقعیتونو ته تسلیم نه شي، پرله پسې ناستې لکه د پخوا په څېر په راتلونکي کې هم نه شي کولای دوی یو ځای کړي او یو روښانه مسیر ورته رسم کړي؛ بلکې یوازې به د هغو ورته اختلافاتو تکرار وي او حتی تر هغه هم زیات، په نویو قالبونو او تالارونو کې به ترسره شي او لا به هم یو مبهم راتلونکی د دوی په تمه وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران ولسمشر وایي، ایران به د زور او فشار پر وړاندې تسلیم نه شي
    راتلونکي مقاله د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    مربوطه لیکنې

    په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ

    12 سپتمبر 2026

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځني اسعار 13 سپتمبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    13 سپتمبر 2026

    د ایران ولسمشر وایي، ایران به د زور او فشار پر وړاندې تسلیم نه شي

    13 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    13 سپتمبر 2026

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    13 سپتمبر 2026

    د ایران ولسمشر وایي، ایران به د زور او فشار پر وړاندې تسلیم نه شي

    13 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.