Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»داخلي اعترافات؛ د بېوزلو افغانانو له برخلیک سره د پاکستان په ګټه لوبې
    سیاسي لیکني

    داخلي اعترافات؛ د بېوزلو افغانانو له برخلیک سره د پاکستان په ګټه لوبې

    عمران آغاعمران آغا15 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله ناکله د یوه بهیر د پېژندلو لپاره د دښمنانو افشاګرۍ ته اړتیا نه وي؛ بس دومره کافي ده چې د همدې بهیر له دننه څخه یو غږ پورته شي او د پردې تر شا روانې چارې د هغو کسانو له خولې بیان شي، کومو چې خپله په دې بهیر کې حضور درلودلی.

    د «هندوکش غږ» له لوري په خپرو شویو کلیپونو کې د آزادۍ په نوم جبهې له دننه څخه داسې روایتونه رااخیستل شوي چې یو شمېر بېوزله افغان کډوال په پاکستان کې د میاشتني ۲۵۰ ډالرو معاش په ژمنه جذب او پاکستان ته بېول شوي دي؛ خو کله چې هغوی هلته رسېدلي، د د معاش درک نشته، بلکې د فشار، شکنجې او حتی پر هغوی د جاسوسۍ د تورونو خبره شوې ده.

    دغه روایتونه د دې بهیر بل مخ څرګندوي؛ داسې مخ چې د افغانانو فقر او مجبوریت په کې، د سیاسي مخالفینو د موخو د پرمخ وړلو په وسیله بدل شوی دی.

    د افغانستان د حکومت مخالفې ډلې، چې په دې وروستیو کې په ښکاره توګه د پاکستان د ګټو د خوندیتوب په وسیلو بدلې شوې دي، هڅه کوي د افغانستان د خلکو له مجبوریت او بېوزلۍ څخه په ګټې اخیستنې هغوی د خپلو سیاسي موخو لپاره د سون توکو په توګه وکاروي؛ هغه موخې چې پوره کېدل یې د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی‌ ایس‌ آی) د سیاسي او استخباراتي ګټو له تأمین سره تړلي دي.

    افغانستان له کلونو راهیسې له بېوزلۍ، بېکارۍ او کډوالۍ سره لاس او ګرېوان دی. د تېر رژیم پر مهال زرګونو ځوانانو د ناامنۍ له وېرې یا د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره خپل کورونه او هېواد پرېښودل او ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل. که څه هم له دې افغانانو څخه یو شمېر یې د اوسني حکومت له واکمنېدو او په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت له ټینګېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو هغه کسان چې لا هم پاتې دي یا وروسته کډوال شوي، نن د حکومت مخالفو ډلو له لوري په غوړو او دروغجنو ژمنو او د هغوی له مجبوریت څخه په ګټې اخیستنې، د جنګیالیو په توګه د جلبولو لپاره پاکستان ته بېول کېږي.

    حقیقت دا دی چې د دې تښتېدلو څېرو له لوري د افغانستان د خلکو له برخلیک سره لوبې کول او له مجبوریت څخه یې ناوړه ګټه اخیستل کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې دا د هغوی پخوانی خوی او همېشنی عادت دی.

    هغوی په تېر کې هم د دروغجنو شعارونو، پر خپلو مخالفینو د تورونو لګولو، د عجیبو او بې‌ اساسه ټاپو وهلو، د خلکو د پاکو احساساتو د راپارولو او قومي او نژادي تعصبونو ته د لمن وهلو له لارې خلک د خپلو سیاسي موخو لپاره کارول. اوس هم د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو او د خپل بادار یعنې پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره د خلکو له بېوزلۍ او مجبوریت څخه ګټه اخلي.

    هغه څه چې دوی په رسنیو کې شعارونه ورکوي او ادعا کوي چې ګواکې د خلکو د ګټو لپاره مبارزه کوي، دا له دروغجنو شعارونو او د خپلو پلویانو په سترګو کې له خاورې شیندلو پرته بل څه نه دي. له نېکه مرغه، د دې جبهو یو شمېر اړوند کسان هم په دې حقیقت پوه شوي او نن یې زړه کړی، د خپلو مشرانو له لوري د خلکو له برخلیک سره د سیاسي سوداګرۍ په اړه اقرار او اعتراف کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله اقتصادي کمېسیون ۶۶ داخلي معیارونه او د ازمایښت طریقې تایید کړې

    مربوطه لیکنې

    د لندن ناسته؛ د مخالفينو اختلافات یې حل که ور زيات کړل؟

    13 سپتمبر 2026

    په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ

    12 سپتمبر 2026

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 سپتمبر 2026

    احمد الشرع دوبۍ کې د عربي رسنيو د ۲۴ مې سرمشريزې ځانګړی مېلمه دی

    د دوبۍ حکومتي رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې نن د دوبۍ په نړيوال سوداګريز مرکز…

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026

    اقتصادي کمېسیون ۶۶ داخلي معیارونه او د ازمایښت طریقې تایید کړې

    15 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    احمد الشرع دوبۍ کې د عربي رسنيو د ۲۴ مې سرمشريزې ځانګړی مېلمه دی

    15 سپتمبر 2026

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026

    اقتصادي کمېسیون ۶۶ داخلي معیارونه او د ازمایښت طریقې تایید کړې

    15 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.