حوزه نیوز راپور ورکړی، چې د نایجریا د اسلامي غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزکي وایي، د مسلمانانو ترمنځ اختلافونه او وېش د دښمنانو لپاره د خپلو موخو د ترلاسه کولو زمینه برابروي او مسلمانان باید د اسلام اصلي لارښوونو ته وګرځي.
په راپور کې راغلي، زکزکي دا څرګندونې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د زوکړې د کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته کړې دي.
نوموړي د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دین او قوم په نوم رامنځته کېدونکي اختلافات د اسلامي امت ستونزې نه شي حل کولی، بلکې د دښمنانو په ګټه تمامېږي.
هغه زیاته کړې، چې د مسلمانانو یووالی، د دښمنانو د تګلارو پېژندل او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اصلي لارښوونو ته بېرته ستنېدل د اسلامي امت د ستونزو د حل له مهمو لارو څخه دي.


