اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی، چې د ټرمپ اداره پلان لري اسرائیلو ته د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو په نوې بسته کې ۴۰ زره بمونه ولېږي.
اسوشیټېډ پرېس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، په دې بسته کې ۲۰ زره «MK-84» او ۲۰ زره «BLU-117» بمونه شامل دي. د هر بم وزن ۲ زره پونډه ښودل شوی، چې شاوخوا ۹۰۷ کیلوګرامه کېږي. چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط دغه معلومات ورکړي، ځکه معامله لا تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.
د راپور له مخې، دغو درنو بمونو د احتمالي پراخو ملکي مرګژوبلو له امله د بایډن ادارې په ۲۰۲۴ کال کې د ورته بمونو د یوې محمولې لېږد ځنډولی و، خو وروسته د ټرمپ ادارې دغه محدودیت لرې کړ.


