په ملګرو ملتونو کې د هند سفير، پرواټه ننيهريش د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په وروستيو تګلارو توندې نيوکې کړي او ټينګار یې کړی، چې دا هېواد د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هندي استازي د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې د پاکستان د محدودیتونو/خنډونو په اړه اعتراض کړی او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف بللي دي.
هند ويلي، د افغانستان سوداګرۍ ته د پاکستان له لوري خنډونه جوړول، د ترهګرۍ يو ډول دی او دا کار یې د ملګرو ملتونو د برخو پورې تړلو پرمختیايي هېوادونو (LLDCs) په اړه د اعلامیو، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) له اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور له احکامو سره په ټکر کې بللی دی.
ياده دې وي، چې د پاکستان له لوري سوداګرۍ ته له بې ځایه خنډونو جوړولو وروسته افغان حکومت پرېکړه وکړه چې له دې هېواد سره سوداګرۍ ته د پلی ټکی کېږي.


