د افغان حکومت مرستیال ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې مشرتابه له امنیتي او ملکي مسوولینو غوښتي چې د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې له هر ډول غفلت څخه ډډه وکړي او د مسوولیتونو په ترسره کولو کې شپه او ورځ هڅې وکړي.
ښاغلي فطرت لیکلي، چې مشرتابه د کندهار ولایت د ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د امنیتي حوزو آمرینو، د حوزو او ولسوالیو د استخباراتو مدیرانو او د لویو لارو له مسوولینو سره په یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
مشرتابه مسوولینو ته په خطاب کې ویلي، چې شپه او ورځ دې خپلو مسوولیتونو ته متوجه وي، ځکه د دوی یوه ذره غفلت د دښمن د کامیابۍ او د دوی د ناکامۍ لامل ګرځېدای شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې مسوولین د خپلو سیمو چوکیداران دي او که د دوی په ساحه کې ناامني رامنځته شي، په دنیا او آخرت کې به مسوول وي.
د افغان حکومت مشرتابه ویلي، چې مسوولین دې د قوم، ژبې، قرابت او انډیوالۍ پر بنسټ کسانو ته مسوولیتونه نه سپاري، بلکې هغه کسان دې مسوولیتونو ته وټاکي چې اهلیت ولري. همدارنګه یې سپارښتنه کړې، چې مجاهدینو ته دې دیني پوهاوی ورکړل شي، د عبث کارونو پر ځای دې درسونو او مطالعې ته وهڅول شي او مجرمینو ته دې د محکمې له حکم پرته تعزیر نه ورکول کېږي.
مشرتابه مسوولینو ته د قدرت او منصب له حرص، کبر او لويۍ څخه د ډډې کولو، خلکو ته د فرمانونو د ښه تشریح، د اطاعت اصل ته د پوره پاملرنې، له یو بل سره د همغږۍ او همکارۍ، عاجزۍ او تقوا سپارښتنه کړې او ویلې یې دي، چې له بیتالمال سره دې خیانت او اسراف نه کوي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې د سیمینار مهمې خبرې او سپارښتنې دې مسوولین تر مجاهدینو او خلکو پورې ورسوي. دغه راز یې زیاته کړې، چې نن په ټول افغانستان کې امنیت دی او ټول افغانان په دې امنیت خوښ دي.


