انادولو اژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د حقیقت موندنې هیئت د ایران په اړه خپل نوی راپور، چې ټاکل شوې په جینوا کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي، خپور کړی دی.
په دې راپور کې راغلي دي چې په ایران کې عام خلک د خپل حکومت له لوري د بشري حقونو له شدیدو نقضونو او بشریت ضد جنایتونو، او همدارنګه د امریکا او اسرائیل د بریدونو ترمنځ ایسار پاتې دي.
په راپور کې دا خبره هم په ګوته شوې چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو پر مهال د ایران د حکومت له خوا د اعتراضونو زبردستي او سخت ځپل، د تېرو مداخلو په پرتله يو بې سارې شدت ښيي.


