رویټرز خبر ورکړی، چې د امریکا د جنګ وزارت (پنټاګون) له اروپا څخه د شاوخوا ۲۵ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو طرحه ارزوي، د راپورونو له مخې، په دې طرحه کې به په اروپا کې د امریکا د مېشتو ځواکونو شمېر یو پر درېیمه برخه راکم شي.
خبر کې راځي، چې پنټاګون په اروپا کې د خپل پوځي حضور د بیاکتنې په ترڅ کې د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د پام وړ کمولو انتخاب ارزوي.
د رویټرز په حواله، په اروپا کې شاوخوا ۸۰ زره امریکايي سرتېري مېشت دي او د طرحې له مخې به له دې شمېر څخه شاوخوا ۲۵ زره سرتېري وایستل شي. د پنټاګون شپږمیاشتنۍ بیاکتنه د روان کال په جون کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د کال تر پایه بشپړه شي.


