د سرحدي پوليسو پوځي مرستيالۍ خبر ورکړی، چې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال، برید جنرال مولوي عبدالمنان حسان، د هېواد شمال ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان او ترکمنستان پر پولو له پرتو بندرونو او د شمال زون د سرحدي پولیسو له قطعاتو لیدنه کړې.
سرچینه زیاتوي، چې حسان د یادو بندرونو د عبور او مرور بهیر او امنیتي پوستې له نږدې وکتلې او سرحدي منسوبینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي له سرحدي منسوبینو غوښتي، چې خپلې دندې په پوره ژمنتیا، صداقت او مسلکي مسوولیت ترسره کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مسافرینو د تګ راتګ په برخه کې د نافذه قوانینو له مخې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.


