د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کونړ په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې د شپې ناوخته د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي فطرت ویلي، چې د شپې شاوخوا درې بجې د کونړ د نورګل ولسوالۍ د پتڼ په کلي کې پر یوه ملکي کور برید شوی، چې له امله یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د نوراحمد په نوم د یوه کلیوال په ګډون د هغه د کورنۍ درې غړي شهیدان شوي دي. د نوموړي په وینا، په شهید شویو او ټپیانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
فطرت زیاته کړې، چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډي سیمو کې هم دوه هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې یو دوکان او یو تش کور ویجاړ شوي، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ځاني تلفات نه دي اوښتي.


