مشهور ليکوال او د شهيد عبدالله عزام زوی، دکتور حذيفه عبدالله عزام ويلي، چې پاکستانی پوځ هوډ لري چې په افغانستان کې له افغان حکومت سره جګړه وکړي او د اوسني ثبات مخه ونیسي.
ښاغلي عزام ويلي، پاکستاني پوځ په افغانستان کې د دولت جوړونې بهیر ځنډوي او د هېواد د ودې او پرمختګ پر وړاندې د خنډ په توګه ولاړ دی.
هغه زياته کړې «حسبنا الله ونعم الوكيل، د هغو کسانو پر وړاندې چې د هېواد د دښمنانو په استازیتوب نیابتي جګړه پر مخ وړي او د هېواد زامن په بې ګټې جګړو کې ښکېلوي؛ داسې جګړې چې د هېواد ځواک کمزوری کوي، له دننه یې بنسټونه زیانمنوي او د خپلو سیالانو پر وړاندې یې په اسانه ښکار بدلوي.»
پر کونړ او پکتيکا د پاکستاني رژيم د تېرې شپې بريدونه، چې يو شمېر ملکي وګړي پکې شهيدان او ټپيان شول تر دې دمه له ګڼو کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوي.


