راپورونه وايي، چې د ملګرو ملتونو ۸۱ مې عمومي غونډې ته، د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د وينا پر مهال اسرائیلي پلاوی له تالار څخه وتلی دی.
اردوغان د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې اسرائیلي رژيم غزه کې نسل وژنه ترسره کوي او د دې تړانګې روان وضعيت یې غير انساني بللی دی.
اردوغان پر غزې د اسرائيلي رژيم د يرغل د سمدستي پای ته رسېدو جدي غوښتنه کړې.
ياده دې وي، چې دا مهال د امريکا په نيويارک ښار کې د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو لوړ پوړي مشران د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې سره راټول شوي.


