د بدخشان ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت والي ملا رحمتالله نجیب شهداء ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو او خلکو سره په ناسته کې د سیمې د ستونزو او عامه خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې یې د ستونزو د حل او تعقیب ډاډ ورکړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د شهداء ولسوالۍ خلکو د ولسوالۍ د اساسي سړک د جوړولو او نورو اړتیاوو په اړه خپلې غوښتنې له والي سره شریکې کړي.
د خبرپاڼې په حواله، ملا رحمتالله نجیب د خلکو د یووالي او له سیمهییزو ادارو سره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او له قومي مشرانو، علماوو او مخورو یې غوښتي چې د خلکو او ادارو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا کې فعال رول ولوبوي.
نوموړي د شوروي او امریکایي اشغال پر مهال د شهداء ولسوالۍ د خلکو قربانۍ او فداکارۍ ستایلي او له یتیمانو، اړمنو کورنیو، ناروغانو او مجاهدینو سره یې نغدي مرستې هم کړي.


