وکالة ریا نوفوسټي، د روسیې دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې کسپین سمندر کې د پوځي تمریناتو پر مهال د ۷ سرتېرو له ډوبېدو وروسته، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، خپل دفاع وزیر داورین کوسانوف له دندې ګوښه کړی دی.
په دغه پېښه کې ۱۷ سرتېري سمندر ته لوېدلي وو چې یوازې درې یې ژغورل شوي او ۱۴ نور مړه شوي دي.
د راپور له مخې، د پېښې د څېړلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې او حکومت د قربانیانو له کورنیو سره د دقیقو پلټنو ژمنه کړې ده.


