وکالة أنباء فارس د ایران دولتي رسنۍ، د ایران پوځ ویاند ابو الفضل شکارچي له قوله ویلي، چې هېواد به یې هر ډول تېري ته په نوې پوځي ټکنالوژۍ ځواب ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران توغندي او بې پیلوټه الوتکې لا نورې هم پرمختللې شوې دي او وسله وال ځواکونه د هر ډول ګواښ مقابلې ته بشپړ چمتووالی لري.
شکارچي اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې ایران تر اوسه د دوی ملي حاکمیت نه دی نقض کړی، بلکې ټول ځوابي بریدونه یې یوازې د امریکا پر پوځي اډو متمرکز وو.
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې پر خپلو دفاعي وړتیاوو تکیه وکړي؛ ځکه امریکا هېڅکله د دوی ستونزې نه شي هوارولی.
هغه د هرمز تنګي په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه تنګي مدیریت د ایران په لاس کې دی او هېڅ هغه بېړۍ به خوندي نه وي چې د ایران له ټاکلې سمندري لارې څخه بهر تګ راتګ وکړي.


