دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم په مرسته د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې څخه د را اوښتو شر او فساد او داعش ډلو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات نن پای ته رسېدلي.
د دفاع وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې د شر او فساد او داعش ډلې ټولټال ۴۱ وسله وال وژل شوي او ۶۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
وزارت زیاتوي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې په هېواد کې ناامني رامنځته کړي او په خبره یې که څوک بیا هم هڅه وکړي، نو له دې سخت اقدام سره به مخ شي.


