د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو له وزیر دلیر جمعه سره د برېښنايي همکاریو پر پراختیا، له تاجکستانه د برېښنا د وارداتو د زیاتولو او د برېښنا د لېږد د زیربناوو پر پراختیا خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د تاجکستان له لارې د افغانستان او بیا ایران ته د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد لین د جوړولو طرحه او په بدخشان او سرحدي ولسوالیو کې د انرژۍ د راتلونکو پروژو په اړه هم بحث شوی او په دغو سیمو کې د باثباته برېښنا د برابرولو لپاره پر همکاریو ټینګار شوی.
دواړو لورو د یادو موضوعاتو د عملي تعقیب او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی.


