د هرات ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له هرات ولایت څخه عربي هېوادونو ته د شاوخوا ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د بټریو صادرات شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د «ګرین پلس» شرکت له لوري عربي بازارونو ته د بټریو دا صادراتو دا څلورمه محموله ده.
دغه شرکت هره ورځ شاوخوا ۴۰۰۰ بټرۍ تولیدوي او ۵۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.


