د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي، مسکو فارمټ غوندې ته په وينا کې له هند او نورې نړۍ سره د اړيکو پراخولو ته په اشارې ويلي، چې موږ له هېڅ هېواد سره د اړيکو پراختيا د بل هېواد پر ضد نه تعريفوو.
د ښاغلي متقي په خبره، نه غواړي چې افغانستان د نړیوالو او سیمهییزو رقابتونو د صفر – جمعې لوبې برخه وګرځي.
هغه ټينګار کړی، چې افغانستان غواړي له ټولو هغو مسیرونو سره وصل شي، چې د هېواد او سیمې لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي.
د نوموړي په خبره د افغانستان د سوداګرۍ وروستي ارقام هم ښيي چې د افغانستان اقتصادي اړیکې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې شوې دي.


