کله چې د ګټې او زیان خبره کېږي، باید وڅېړل شي او پایله یې معلومه شي چې د جګړې او شخړې له دواړو خواوو څخه څوک او کوم لوري ګټه او منفعت ترلاسه کوي او کوم لوری دی چې زیان او تاوان یې ګاللی دی.
په دې ورځو کې له هېچا پټه نه ده چې د نورستان ولایت په یوه ګوښه او ارامه سیمه کې، هغه ځای چې د پسرلي په موسم کې د لسګونو زرو سیلانیانو او ګرځندویانو د تګ راتګ او تفریح ځای وي، د هېواد د خدمت کوونکو ځواکونو او مجاهدینو ترمنځ له یوې خوا او له بلې خوا د یو شمېر تېر ایستل شویو او تطمیع شویو کسانو ترمنځ شخړه او نښته رامنځته شوه؛ خو په ډېر لږ وخت کې یې دوسیه وتړل شوه.
په دې کې هېڅ شک نشته چې دا هېواد داسې سرښندونکي ځواکونه لري چې هره شېبه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د ملي حریم د دفاع لپاره چمتو دي او هر چېرې او هر وخت د حضور او ګډون لپاره لازمه تیاري لري.
خو اصلي بحث دا دی چې دا ډول خام او له سنجش پرته خوځښتونه له کومه سرچینه اخلي او تر شا یې څوک دسیسې جوړوي؟ آیا دا را پورته کېدل د هغو څو تېر ایستل شویو کسانو د داخلي احساساتو او احساساتي لېوالتیا پایله ده چې د دې او هغه په نوم یې وسلې اخیستې او خپل ژوند یې په لاس کې نیولې او که داسې سوځېدلې مهرې دي چې په ناپوهۍ سره د یوې داسې لوبې کندې ته غورځول شوي چې له ځان پرته بل هېڅ بایلونکی نه لري!؟
له شک پرته، دغو ماتو شویو خوځښتونو دا حقیقت لا پسې څرګند کړ چې پاکستان هېڅکله د افغانستان له حاکمیت سره د سالمې او سمې اړیکې د جوړولو په فکر کې نه دی؛ بلکې هڅه کوي په هره ممکنه توګه د افغانستان له خاورې څخه د دې سیمې او جغرافیې د ناامنه کولو لپاره کار واخلي او په دې برخه کې له تښتېدلو مخالفینو او د تېر حاکمیت له ناکامو عناصرو ګټه واخلي او هغوی میدان ته راوباسي.
دلته خبره دا ده چې په دې ډول جګړو کې یوازې پاکستان د قضیې په هغه خاموش، خو ډېرې ګټې لرونکي اړخ کې ولاړ دی او یوازې د همدې هېواد ځوانان او ملت دی چې د هغه د توطیې او دسیسې قرباني شوي دي.
حتی هغه کسان چې ځانونه په هر څه پوه او له لرې نندارچیان ګڼي، نه پوهېږي چې له پاکستان سره لاس ورکول او د هغه په ملاتړ پوځي او وسلهوال اقدامات کول نه یوازې د دوی په ګټه نه دي او هېڅ منفعت ورته نه لري، بلکې لا ډېر د ملت د کرکې او نفرت سبب کېږي؛ په داسې حال کې چې پاکستان به په خوندي څنډه کې پاتې وي.
که څه هم په یقین سره ویلی شو چې د دې ډول خوځښتونو او بې پروا اقداماتو له امله به د اوسني امنیت ټینګه ودانۍ زیانمنه نه شي او د هېواد د ساتونکو ځواکونو په بشپړه هوښیارۍ او بیدارۍ سره به دا امنیت پر خپل ځای پاتې وي؛ خو هغه کسان چې د دا ډول تودو شخړو او جګړو لمسوونکي او پیلوونکي دي، د خلکو په نظر به تر پخوا هم ډېر منفور شي. هغوی، پرته له دې چې خبر وي، د داسې یوه هېواد د لاس آلې ګرځېدلي دي چې دوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، هېڅکله به یې رښتینی دوست نه شي.
تر ټولو ښه به دا وي چې دغه کسان، تر هغې چې رښتیا هم ناوخته شي، له بې پروایۍ لاس واخلي، نور د دې ملت په سترګو کې اغزی نه شي او د ناسم لوري په ټاکلو سره ځانونه د تاریخ د بدبویه کثافاتو په ډنډ کې د تل لپاره ونه غورځوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


