د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ویلي، چې د یادې ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسون واتردال سره لیدلي او د ښوونیزو همکاریو، روانو پروژو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې کړې دي.
د یادې ادارې په وینا، د ناروې کمېټې رئیس د ګډو پروګرامونو د چټک او اغېزمن تطبیق لپاره د کاري بهیرونو پر سادهوالي او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي همدارنګه د ځانګړو زدهکړو او د معلولیت لرونکو کسانو، په ځانګړي ډول نابینایانو او ناشنوایانو، لپاره د ښوونیزو فرصتونو د برابرولو یادونه کړې ده.
نوموړي د ځینو پخوانیو پروژو د دوام او د نویو پروګرامونو د پیل خبر ورکړی، چې له ډلې یې د څلورو کلونو لپاره د مادامالعمر زدهکړو پروګرام هم شامل دی.
دواړو لورو د ګډو همکاریو پر دوام او د پروژو د سم او پر وخت تطبیق پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.


