د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې ادارې شاوخوا ۱۲۲ ټنه غیرمعیاري ودانیز توکي د هېواد بازارونو ته له داخلېدو وړاندې مسترد او بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولي.
یادې ادارې ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهي بندر د معیار او کیفیت آمریت تخنیکي کارکوونکو د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې پر مهال درې محمولې، چې شاوخوا ۷۲ ټنه نبشي اوسپنه، نږدې ۴۹ ټنه ګاډر اوسپنه او یو ټن د کاشیو نوار پکې شامل وو، له داخلي معیارونو سره په ټکر کې بللې دي.
د معیار او کیفیت اداره وايي، په بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د غیرمعیاري توکو د مخنیوي، د محصولاتو د کیفیت د ډاډ او د خلکو د خوندیتوب په موخه په منظم او دوامدار ډول روان دی.


