رويټرز راپور ورکړی، چې د روسیې له خوا پرون چهارشنبه پر اوکراین پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، د دغو بریدونو له امله د هېواد په بېلابېلو برخو کې صنعتي او د برېښنا بنسټیز تاسیسات سخت زیانمن شوي دي.
په ورته مهال اوکراين ادعا کړې، چې په دې وروستيو کې یې د روسیې د انرژۍ او نفتو پر تاسيساتو اغېزمن بريدونه کړي او له پنځوس سلنې ډېرې د تېلو تصفيه خونې یې زيانمنې او يا هم له کاره غورځولې دي.


