د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري په تاشکند کې د وچې پورې تړلو هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او تلپاتې پراختیا په نړیوال تخنیکي مجمع کې د ګډون پر مهال ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د کرنیزو، سوداګریزو او ګډې پانګونې د همکاریو پراختیا ته چمتو دی او غواړي دوهاړخیز تفاهمونه په عملي پروژو بدل شي.
د وزارت په وینا نوموړي ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان همکاری باید یوازې د کرنیزو محصولاتو تر سوداګرۍ محدوده نه وي، بلکې د کرنیزو تولیداتو، پروسس، بستهبندۍ، کرنیزو ماشینونو او ارزښتځنځیرونو برخې هم پکې شاملې شي.
نوموړي د افغانستان حاصلخېزې ځمکې، اقلیمي تنوع او ځوان کاري ځواک د پانګونې مهم ظرفیتونه بللي او ویلې یې دي، چې هېواد په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې شاوخوا ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید کړې ده. هغه د عصري اوبو لګولو سیستمونو، کرنیزو ماشینونو، نساجۍ، غوړیو د استخراج او له کرنې سره د تړلو نورو صنایعو په برخو کې پانګونه د ګډې همکارۍ مهمه زمینه بللې.
عمري له ازبکستاني پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې د کرنې او اړوندو صنایعو په پروژو کې پانګونه وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د کرنې وزارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د پانګونې د زمینې برابرولو لپاره چمتو دی.


