د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس آخندزاده د انرژۍ په ۱۷م نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی، چې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو په کچه استازي به د انرژۍ په برخه کې د همکاریو، پرمختګونو او راتلونکو فرصتونو په اړه بحث وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نړیوال فورم کې د افغانستان ګډون د انرژۍ په برخه کې د نړیوالو تجربو د تبادلې، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان د انرژۍ له سکټور سره د همکاریو د جلبولو لپاره مهم فرصت بلل کېږي.


