د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په ملتیا د هرات ولایت تورغونډۍ بندر ته سفر کړی او د دغه بندر چارې یې ارزولې دي.
نوموړي له سیمهییزو مسوولینو سره د همغږۍ، د شته ستونزو د معلومولو او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې کړې دي. شجاع د بندر د چارو له ارزونې وروسته د مسوولینو هڅې او فعالیتونه ستایلي، خو ځینې نیمګړتیاوې یې هم په ګوته کړې دي.
د وزارت په وینا، د سرحدي پلټنو مرستیال سرحدي ولایتونو ته د سفرونو له لارې د هېواد د سرحدي چارو او ډیورنډ فرضي کرښې وضعیت ارزوي، تر څو د مېشتو خلکو او مسوولینو ستونزې مشخصې او د اړتیا پر مهال ورته رسېدنه وشي.


