ټولګټو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني په خوست او پکتیا ولایتونو کې د یو شمېر سړکونو او پلونو د رغنیزو پروژو له چارو لیدنه کړې او د کارونو د چټکتیا او کیفیت د ښه والي په اړه یې مسوولینو ته لارښوونې کړې دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا د خوست ولایت د پکتیا–خوست سړک، خلبیسات او شمل کوټي پلونو، د یعقوبیو او زمبري سړکونو او د متون اړوند د ۸.۵ کیلومتره سړک د پروژو چارې ارزولې دي.
همدارنګه د پکتیا ولایت د زرګرانو سړک، د ګردېز–ډنډ پټان د ۲۵ کیلومتره سړک، د پکتیا–لوګر سړک، د ځاځي اریوب سړک او د پکتیا–لوګر لارې د ازرې ولسوالۍ مسیر یې هم کتلي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، وزیر د پروژو پلي کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د چارو د چټکتیا او د کیفیت د مراعتولو سپارښتنې هم کړې دي.


