د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي نجیبالله حقاني خبرداری ورکړی، چې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې په ترلاسه شویو ځمکو فابریکې جوړې نه کړي او یا خپل پاتې قسطونه تحویل نه کړي، قراردادونه به یې فسخه او ځمکې به یې نورو پانګوالو ته وسپارل شي.
د وزارت په وینا مولوي حقاني د یاد صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره په لیدنه کې ویلي، چې د پخوانیو ادارو له امله په دغه ښارګوټي کې ځینې ستونزې موجودې وې، خو د حل لپاره یې لازم اقدامات شوي او اوس پکې د پام وړ پانګونه روانه ده.
نوموړي له هغو پانګوالو غوښتي، چې پخوا یې په دغه ښارګوټي کې ځمکې ترلاسه کړې، خو لا یې صنعتي فعالیتونه نه دي پیل کړي یا یې د قراردادونو پاتې قسطونه نه دي ورکړي، چې خپلو تعهداتو ته جدي پاملرنه وکړي. د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي، د دغې پرېکړې موخه د صنعتي ځمکو اغېزمنه ګټهاخیستنه، د پانګونې بهیر چټکول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
په ورته وخت کې، پانګوالو د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د پرمختګ او صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره د برېښنا برابرولو، د سړکونو جوړولو او د نورو خدماتي ستونزو د حل غوښتنه کړې ده. پانګوالو د خدماتو د ښهوالي او د اصلاح شوي پلان د جوړولو او عملي کولو په برخه کې د وزارت له هڅو هم مننه کړې ده.


