د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر ریاض او نورو هوايي ډګرونو وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوي او د ژورې خواشینۍ وړ دي.
دغه وزارت د ملکي وګړو پر ژوند او خوندیتوب هر ډول برید د غندنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د شخړې پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې کړکېچن کوي او د تاوتریخوالي د کمولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.


