د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي، ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره کتلي دي.
سرچينې ويلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، بشري او ټولنیزو موضوعاتو او په دې برخو کې د همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوي.
د اسلامي همکاريو سازمان د سرمنشي مرستيال دا مهال افغانستان ته په رسمي سفر راغلی او له يو شمېر لوړو پوړو چارواکو سره یې ليدلي دي.


