د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي، چې د دې خونې په مشرۍ یو ۵۰ کسیز پلاوی د سوداګریز نندارتون د ګډون په موخه د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته سفر کړی.
د معلوماتو له مخې تمه ده، دغه سفر د افغان سوداګرو او اندونیزیایي شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو د موندلو زمینه برابره کړي.
ياده دې وي، چې اندونيزيا دا مهال له افغان حکومت سره ښه تعامل او ډيپلوماتيکې اړيکې لري.


